۰

د اروزګان سرپرست امنيه قومندان په مرموز ډول وژل شوى

يکشنبه ۶ ثور ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۴۸
د اروزګان د پخواني امنیه قوماندان مطیع الله خان تر مرموزې وژنې وروسته دا دوهم ځل دی، چې د دغه ولایت یو بل امنیه قوماندان هم په مرموز ډول وژل کېږي.
د اروزګان سرپرست امنيه قومندان په مرموز ډول وژل شوى
د اروزګان د پخواني امنیه قوماندان مطیع الله خان تر مرموزې وژنې وروسته دا دوهم ځل دی، چې د دغه ولایت یو بل امنیه قوماندان هم په مرموز ډول وژل کېږي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د اروزګان ولایت سرپرست امنیه قوماندان ګلاب خان وردګ تېره شپه ۹:۳۰ بجې په مرکز ترینکوټ کې په مرموز ډول وژل شوی دی.
د اروزګان ولایت ویاند دوست محمد نایاب وايي، ګلاب خان د شپې له امنیې قوماندانۍ څخه د امنیتي پوستو د لیدنې له پاره وتلی وو.
دی وايي، له ګلاب خان سره د هغه یو مېلمه او د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې امریت یو کارمند هم ملګري وو.
نوموړيوویل، چې د ترينکوټ ښار اړوند د سرخوم مانده په سيمه کې شاوخوا يولس بجې د تفنګچې ډزې شوې او بيا وروسته امنيتي سرتېرو سيمې ته ځان رسولى دى، چې پر مهال يې سرپرست امنيه قومندان ګلاب خان او د هغه مېمله وژل شوي دي.
د نایاب په خبره د جنايې څانګي کارمند سهيل، د پروان د بګراميو اوسيدونکى د پېښې په ځاى کې روغ رمټ نيول شوى او ګمان کېږي همدا پېښۀ به يې را منځته کړي وي.
د اروزګان ولایتي ویاند زیاتوي، چې د پېښې په اړه پلټنې او څېړنې د یوه پلاوي له خوا پیل شوې تر څو اصلي لامل معلوم او قاتل د قانون منګولو ته وسپاري.
باید وویل شي، چې ګلاب خان، د جنرال مطیع الله خان تر مرموزه وژل کېدو وروسته د اروزګان د امنیه قوماندان په توګه وټاکل شو.
د اروزګان پخوانی امنیه قوماندان مطیع الله خان نېږدې دوې میاشتې وړاندې په کابل کې په مرموز ډول و وژل شو، چې تر اوسه یې د وژنې اصلي لامل نه ده معلوم شوی.
جمهورآژآنس:اروزګان
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین