۰

د کندهار د اوبو رسولو ريس څارنوالۍ ته معرفي شو

شنبه ۲ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۱۵:۱۸
کندهار والي ډاکتر همایون عزیزي د دغه ولایت د اوبو رسولو رییس او درې تنه مامورین د اداري فساد او وظیفوي غفلت په تور څارنوالي ته معرفي کړل.
د کندهار د اوبو رسولو ريس څارنوالۍ ته معرفي شو
کندهار والي ډاکتر همایون عزیزي د دغه ولایت د اوبو رسولو رییس او درې تنه مامورین د اداري فساد او وظیفوي غفلت په تور څارنوالي ته معرفي کړل.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د کندهار د اوبو رسولو رییس عبدالوهاب تورابي او درې تنه مامورین نن د کندهار والي له خوا څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
د والي وياند صميم خپلواک وايي، د کندهار د اوبو لګولو پر رییس او درې تنو مامورینو د ادارې فساد او وظيفوي غفلت تور دی،خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
باید وویل شي، چې تر دې مخکې مرستيال والي د کندهار د فوټبال فدراسيون مشر د دوه ميليونه افغانيو د فساد په تور څارنوالۍ ته ور پيژندلی وو.
جمهورآژآنس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین