۰

د جلریز امنیتي پوستې بېرته افغان ځواکونو نیولې

شنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۲۷
د میدان وردګو چارواکي وايي، د دې ولایت په جلریز ولسوالۍ کې هغه پوستې چې په تکتیکي ډول پرېښودل شوې وې، بېرته د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
د جلریز امنیتي پوستې بېرته افغان ځواکونو نیولې
د میدان وردګو چارواکي وايي، د دې ولایت په جلریز ولسوالۍ کې هغه پوستې چې په تکتیکي ډول پرېښودل شوې وې، بېرته د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د میدان وردګو له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، دغه پوستې نن د اففان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ونیول شوې او دا مهال امنیتي ځواکونه په کې ځای پر ځای شوي دي.
په خبر پاڼه کې ویل شي، چې ټولټال لس پوستې په تکتیکي ډول پرېښودل شوې وې، چې له امله یې د کابل- بامیانو لار هم د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه.
سرچینه زیاتوي، چې والي
سرچینه زیاتوي، چې والي حیات الله حیات په لارښوونه امنیتي ځواکونو په سیمه کې په تکتیکي ډول عملیات پیل کړي، چې لا هم دوام لري او هڅه کېږي، ټوله سیمه له وسله والو پاکه کړای شي.
حیات الله حیات په لارښوونه امنیتي ځواکونو په سیمه کې په تکتیکي ډول عملیات پیل کړي، چې لا هم دوام لري او هڅه کېږي، ټوله سیمه له وسله والو پاکه کړای شي.
خبرپانه وايي په دغه عملیاتو کې تر اوسه ۱۰ وسله وال وژل شوي خو افغان ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
باید وویل شي، چې په جلریز ولسوالۍ کې له تېرو دوه ورځو راهیسې جګړه روانه وه، چې د ځايي خلکو او ولسي جرګې د غړو په وینا ۳۰ تنه اربکي سرتېري د وسله والو له خوا په کې وژل شوي دي.
دوی وايي سلګونو وسله والو په جلریز ولسوالۍ کې د سیمه ییزه پولیس یا اربکیانو پر پوستو بریدونه کړي و، چې ګڼ شمېر اربکیان یې په بې رحمه دول وژلي.
خو د میدان وردګو چارواکي وايي، چې په دې جګړه کې ۱۸ سمه ییز پولیس وژل شوي او دغه راز ۳۰ تنه وسله وال وژل شوي دي.
طالبانو هم ویلي، چې جګړه یې کړې او ګڼ شمېر امنیتي سرتېري یې وژلي، خو د شمېر او د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
جمهور آژآنس:میدان وردګ
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین