۰

لوګر کې ترافیکي پېښې درې تنه وژلي

يکشنبه ۱۴ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۳۳
ترافیکي چارواکي وايي، په لوګر ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
لوګر کې ترافیکي پېښې درې تنه وژلي
ترافیکي چارواکي وايي، په لوګر ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ ماسپښين مهال د لوګر مرکز پل علم اړوند پورک په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د لوګر د امنیه قوماندانۍ د ترافیکي پېښو امر سید روح الله سادات وايي، پېښه د سراچې او کاماز موټرونو د ټکر له امله رامنځ ته شوې.
نوموړی زیاتوي، چې په دغه پېښه کې درې تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي، چې روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې نازک دی.
د هغه په وینا پېښه د موټر چلوونکو د ګړندي تګ له امله رامنځ ته شوې ده، خو دا یې ونه ویل چې کوم لوری ملامت وو.
باید وویل شي دا یوازې لوګر ولایت نه دی، چې د ترافیکي پېښو کچه په کې زیاته ده، بلکې یو شمېر نور لوی ولایتونه او لویې لارې هم هغه دي، چې کله کله یې د ترافیکي پېښو د قربانیانو شمېر د جګړې تر شمېرې ډېره وي.
جمهور آژانس:لوګر
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین