۰

د کرکټ ملي لوبډله ډک لاس هېواد ته راستنه شوه

سه شنبه ۶ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۰۳
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۱۶ کال نړیوال جام ته تر لار موندنې وروسته ډک لاس هېواد ته راستنه شوه.
د کرکټ ملي لوبډله ډک لاس هېواد ته راستنه شوه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۱۶ کال نړیوال جام ته تر لار موندنې وروسته ډک لاس هېواد ته راستنه شوه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې کرکټ ملي لوبډله نن غرمه ۱۲:۱۵ بجې د کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې ښکته شول، چې هرکلي ته یې پر چارواکو سر بېره ګڼ شمېر خلک ورغلي و او په ډولونو اتڼو یې د هغوی هرکلی وکړ.
باید وویل شي، چې د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۶ نړیوال جام په غواروي سیالیو کې چې په ایرلنډ او سکاټلنډ کې تر سره شوې پنځه لوبې وګټلې دوه یې مساوي او دوه یې هم وبایللې.
د غوراوي په دغه سیالیو کې ټولټال ۱۷ لوبډلو ګډون کړی و، چې افغانستان پي اېن جي ته په ماتې ورکولو سره وکولای شول، چې د ۲۰۱۶ نړیوال جام ته چې په هند کې تر سره کېږي، لار و وموي.
افغانستان د دغه سیالیو په وروستیو لوبه کې عمان ته په ماتې ورکولو سره وتوانېده، چې د دغه ټورنمنټ پنځم مقام تر لاسه کړي.
باید وویل شي، چې افغانستان تر دې وړاندې دوه ځله د دغه سیالیو جام راوړی، خو د سږ کال په سیالیو کې بخت ورسره یاري ونه کړه، او ویې نه شوای کولای چې پای لوبې ته ووځي او جام راوړي.
د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۱۶ کال د کرکټ نړیوالې شل اوریزه لوبې په هند کې تر سره کېږي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین