۰

امریکا هم د ملا عمر اخند د مړینې راوپورونه باوري وبلل

پنجشنبه ۸ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۴۴
امریکا هم د طالبان د اسلامي تحریک د مشر ملا محمد عمر اخند د مړینې راپورونه باوري بللي او وایي په دې اړه پلټنې کوي.
امریکا هم د ملا عمر اخند د مړینې راوپورونه باوري وبلل
امریکا هم د طالبان د اسلامي تحریک د مشر ملا محمد عمر اخند د مړینې راپورونه باوري بللي او وایي په دې اړه پلټنې کوي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا متحد ایالتونه دې نتیجې ته رسېدلي چې د ملاعمر د مړینې راپورونه باوري دي.
د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر مرستیال ريیس اریک شولتز وویل، وویل چې د امریکا استخباراتي موسسې د ملا عمر د مړینې د څرنګوالي په اړه پلټنه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم په رسمي ډول د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو د مشر د مړینې پخلی کړی دی.
د ارګ سرچینې وايي، پاکستان ورته
تر دې وړاندې وړاندې د طالبانو د فدايي محاذ په نامه ډلې ویاند قاري حمزه ویلي، چې موثق معلومات لري، چې د طالبانو مشر دوه کاله وړاندې د ملا اختر محمد منصور او میاګل له خوا وژل شوی دی.
ویلي، چې د طالبانو مشر دوه کاله وړاندې مړی شوی دی.
په ورته وخت کې د طالبانو د مهال یوه وزیر هم ویلي، چې ملا عمر اخند دوه کاله وړاندې د نري رنځ ناروغۍ له امله په کراچۍ کې مړی شوی دی.
تر دې وړاندې وړاندې د طالبانو د فدايي محاذ په نامه ډلې ویاند قاري حمزه ویلي، چې موثق معلومات لري، چې د طالبانو مشر دوه کاله وړاندې د ملا اختر محمد منصور او میاګل له خوا وژل شوی دی.
ځینې داسې راپورنه هم ورکړل شوی، چې ملا عمر اخند د کراچۍ په یوه روغتون کې په مرموز ډول شوی وژل شوی دی، خو د دې ټولو په اړه تر اوسه طالبانو یوازې دومره ویلي، چې په دې اړه له معلوماتو تر لاسه کولو وروسته به خبر ورکړي.
باید وویل شي، چې د طالبانو د مشر ملا عمر د مړینې خبر پر داسې مهال رابرسېره کېږي، چې ټاکل شوې سبا ته د افغان حکومت او طالبانو استازي د سولې په تړاو دوهمه غونده وکړي.
که څه هم د دې غونډې دقیق ځای تر اوسه نه دی معلوم شوی، خو لوړپوړو پاکستاني چارواکو وړاندې ویلي و، چې دغه غونډه به هم په پاکستان کې تر سره شي.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین