۰

ملي امنیت لوګر کې د داعش د یوه لوی برید مخه ونیوله

سه شنبه ۱۳ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۴۸
ملي امنیت ځواکونو په لوګر ولایت کې د داعش پورې تړلې وسله والې ډلې د یوه لوی برید مخنیوی کړی، وسلې او مهامت یې ترې نیولي دي.
ملي امنیت لوګر کې د داعش د یوه لوی برید مخه ونیوله
ملي امنیت ځواکونو په لوګر ولایت کې د داعش پورې تړلې وسله والې ډلې د یوه لوی برید مخنیوی کړی، وسلې او مهامت یې ترې نیولي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې
سرچینه زیاتوي، چې له نیول شوي پټنځای څخه د ځانمرګو بریدونو واسکټونه، او یو شمېر سپکې او درندې وسلې، راکټ، پیکا او کلاشنکوفونه تر لاسه شوي دي.
د ملي امنیت لوی ریاست وايي، داعش پروې تړلو وسله والو غوښتل، چې لوګر کې پر دولتي ودانیو بریدونه تر سره کړي، خو ملي امنیت ځواکونو یې دغه پلان شنډ کړ.
له ملي امنیت ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ملي امنیت ځواکونه وتوانېدل، چې د داعش پورې تړلې وسله والې ډلې یو پټنځای کشف او تر لاسه کړي.
سرچینه زیاتوي، چې له نیول شوي پټنځای څخه د ځانمرګو بریدونو واسکټونه، او یو شمېر سپکې او درندې وسلې، راکټ، پیکا او کلاشنکوفونه تر لاسه شوي دي.
خبرپانه
خبرپانه کې لیکل شوي، چې دغه پټنځای د محمد علي امارتي په نوم د یوه وسله وال قوماندان چې مخکې له طالبانو سره او اوس له داعش سره یو ځای شوی و، دی.
کې لیکل شوي، چې دغه پټنځای د محمد علي امارتي په نوم د یوه وسله وال قوماندان چې مخکې له طالبانو سره او اوس له داعش سره یو ځای شوی و، دی.
ملي امنیت زیاته کړې، چې پر دغه پټنځای د عملیاتو پر مهال نښته هم رامنځ ته شوې او دوه وسله وال په کې وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ملي امنیت ځواکونو تېره ورځ په کابل کې هم د وسله والو هغه پلان شنډ او وسله وال یې ونیول، چې غوښتل یې پر ارګ او دفاع وزارت باندې ډلیز بریدونه وکړي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین