۰

د ترکیه د موقت حکومت کابینه اعلان شوه

شنبه ۷ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۱۵:۲۷
په ترکیه کې د احمد داوود اوغلو په مشرۍ د موقت حکومت د جوړیدو کابینه اعلان شوه.
د ترکیه د موقت حکومت کابینه اعلان شوه
په ترکیه کې د احمد داوود اوغلو په مشرۍ د موقت حکومت د جوړیدو کابینه اعلان شوه.
د ترکیې د خبري رسنیو د رپوټ له مخې ،د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان چې په ملي شورا کې د قونیې د خلکو استازی د عدالت او پراختیا د ګوند مشر او لومړی وزیر احمد داوود اوغلو د موقتي حکومت د جوړولو په دنده وګماره نوموړي تیره ورځ د موقتي حکومت د کابینې لست ولسمشر اردوغان ته وړاندې کړ.
د ویلو ده چې موقتي حکومت ۲۱ وزیران او ۴ د لومړي وزیر مرستیالان شتون لري.
۱ – احمد داوود اوغلو : لومړی وزیر۲ – یالچین اکدوغان : لومړي وزیر مرستیال۳ – نعمان کورتولموش : لومړي وزیر مرستیال۴ – جودت یلمز : لومړي وزیر مرستیال۵ - توغرول ترکش: لومړي وزیر مرستیال۶ – فریدون سنیرلی اوغلو : د بهرنیو چارو وزیر ۷ – محمد شمشک : د مالیې وزیر ۸ - نیهات زیبکچی : د اقتصاد وزیر ۹ – مسلم دوغان : د پراختیا وزیر ۱۰- فریدون بیلګین : د ټرانسپورت سمندري چارو او معلوماتو وزیر۱۱- علي حیدر کونجه : د اروپايي چارو وزیر۱۲ – عاکف چغتای کلچ : د ځوانانو او سپورت وزیر۱۳ – یالچین توپچو : د کولتور او ګرځندوی وزیر۱۴ – قطب الدین ارزو : د کرنۍ او مالدارۍ وزیر۱۵ – ایشن ګورجان : د کورنۍ او ټولنیزو سیاستونو وزیره۱۶ – جناب اشچي : د ګمرکاتو او سوداګرۍ وزیر ۱۷ – احمد ایردم : د کار او ټولنیزو چارو وزیر ۱۸ – علي رضا الابویون : د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر ۱۹ – وجدي ګونول : د ملي دفاع وزیر۲۰- سلامي التنوک : د کورنیو چارو وزیر۲۱ – فکري اشک : د علم صنایعو او تکنالوژۍ وزیر۲۲- نبي اوجي : د پوهنې وزیر ۲۳ – محمد موذن اوغلو : د روغتیا وزیر۲۴ – وایسل ایراوغلو : د ځنګلونو او اوبو د چارو وزیر۲۵ - ادریس ګل لوجه : د ښارجوړونی او چاپیریال وزیر۲۶ - کنعان ایپک : د عدلیې وزیر.
همداشان د ترکیې د جمهوریت په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یوه حجاب لرونکې میرمن د وزیرې په توګه وټاکل شوه.
ایشن ګورجان لومړنۍ حجاب لرونکې میرمن ده چې د ترکیې د کورنۍ او ټولنیزو چارو د وزیرې په توګه ټاکل کیږي.
پروفیسور ډاکټر میرمن ایشن ګورجان د استانبول د تجارت پوهنتون استاده د ترکیې د موقتي حکومت د کورنۍ او ټولنیزو چارو د وزیرې په توګه وټاکل شوه.
د ویلو ده چې پروفیسور ډاکټر ایشن ګورجان ددینه د مخه د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځه د هیواد په صدارت کې د کورنۍ او ټولنیزو څیړونو د عمومي مدیرې په توګه دنده ترسره کړې ده . همداشان د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځه بیا د کورنۍ او ټولنیزو سیاستونو د وزارت د سلاکارې په توګه په دنده وګمارل شوه.
نوموړې د وزارت د دندې سربیره د استانبول د تجارت په پوهنتون کې د ادبیاتو په پوهنځي کې د ښوونکې په توګه دنده ترسره کوي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین