۰

لوګر کې بمي چاودنې پنځو پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله

پنجشنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۰۸
چارواکي وايي، په لوګر ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې د عامه نظم پنځو تنو پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته.
لوګر کې بمي چاودنې پنځو پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله
چارواکي وايي، په لوګر ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې د عامه نظم پنځو تنو پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار د لوګر ولایت په ازرې ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د لوګر د والي ویاند محمد سلیم صالح وايي، پولیسو د ولسوالۍ په یو کیلومترۍ کې په ګزمه بوخت و، چې په موټر یې د سړک د غاړې چاودنه وشو.
نوموړی زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې دوه تنه پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه د چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار په دغه ولسوالۍ کې د دفاع وزارت یوه چورلکه چې د کلیوپراختیا وزیر او یو شمېر خبریالان یې لېږدول بېړنۍ ناسته کړې او ۷ تنه په کې ټپیان شوي، خو وزیر او خبریالان روغ رومټ ترې وتلي دي.
جمهور آژآنس:لوګر
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین