۰

په ۵ هېوادونو کې د افغانستان نوي سفیران وټاکل شول

يکشنبه ۸ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۵۷
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، چې په ۵ هېوادونو کې د افغانستان نوي سفیران معرفي کړل.
په ۵ هېوادونو کې د افغانستان نوي سفیران وټاکل شول
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، چې په ۵ هېوادونو کې د افغانستان نوي سفیران معرفي کړل.
د جمهور آژانس د خبر له مخې عمر زاخېلوال، میرویس نایب، سید مصدیق خلیلي، محمد عمر صمد او شکریه بارکزۍ هغه کسان دي، چې د نویو سفیرانو په توګه ټاکل شوي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې عمر زاخېلوال په پاکستان کې، میرویس نایب په ترکمنستان کې، سید مصدیق خلیلي په چک جمهوریت کې، محمد عمر صمد په بلجیم کې او شکریه بارکزۍ په ناروې کې د افغانستان د سفیرانو په توګه ټاګل شوي.
سرچینې دا هم ویلي، چې په امریکا کې اوسني سفیر حمید الله محب ته په کولمبیا، ارجنټاین، مکسیکو او دومنیکن کې د افغانستان د استازیتوب دنده سپارل شوې ده.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین