۰

په داخلي برید کې ۱۱ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

پنجشنبه ۲۲ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۳۹
امنیتي سرچینې وايي، په کندهار ولایت کې دوه تنه نفوذي پولیسو پر خپلو پولیس ملګرو ډزې کړې او ۱۱ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
په داخلي برید کې ۱۱ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې
امنیتي سرچینې وايي، په کندهار ولایت کې دوه تنه نفوذي پولیسو پر خپلو پولیس ملګرو ډزې کړې او ۱۱ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې امنیتي سرچینې زیاتوي، چې دغه پېښه تېره شپه د کندهار ولایت د ژېړۍ ولسوالۍ په حاجي عبدالروف سیمه کې رامنځ ته شوې.
یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې دغه پېښه د ډوډۍ خوړولو پر مهال رامنځ ته شوې ده.
دغه سرچینې زیاته کړې، چې دوه نفوذي پولیسو د اغاولي په نوم خپلې امنیتي پوستې پر نورو پولیسو برید کړی، پنځه تنه یې وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.
سرچینې ویلي، چې په دغه برید کې یو برید کوونکی هم وژل شوی خو دوهم کس په تېښته بریالی شوی دی.
طالبانو هم د برید مسؤولیت منلي او ویلي یې دي چې د دوی کسانو ۱۵ تنه پولیس وژلي خو کندهار چارواکو تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کندهار امنیه قوماندانۍ ویلي دوه تنه هغه نفوذي کسان چې غوښتل یې د پولیسو په لیکو کې خپل ځانونه ثبت او وروسته په نورو پولیسو برید وکړي نیولي دي.
د کندهار امنیه قومنداني وايي، یاد دوه کسان د ميانشين ولسوالۍ قومندانۍ ته ورغلي وه او غوښتل يې چې په پولیسو کې ځانونه ثبت کړي.
د امنیه قومنداني ویاند ضیا دراني وویل چې یاد کسان د پولیسو د پېژاند مامورینو پېژندلي او نیولي يې دي، چې دا مهال ترې نورې پلټنې ترې روانې دي.
جمهورآژانس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین