۰

لوګر کې یو تن قومي مشر وژل شوی

شنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۱۲
چارواکي وايي، وسله والو کسانو په لوګر ولایت کې د انکشافي شورا مرستیال او قومي مشر حاجي زلمى وژلی دی.
لوګر کې یو تن قومي مشر وژل شوی
چارواکي وايي، وسله والو کسانو په لوګر ولایت کې د انکشافي شورا مرستیال او قومي مشر حاجي زلمى وژلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نن سهار د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ په برکي راجان سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د لوګر چارواکي وايي، حاجي زلمی تېره ورځ ناوخته وسله والو په زور له خپله کوره بېولی، چې د شپې یې وژلی او مړی یې نن سهار وموندل شو.
د چارواکو په خبره حاجي زلمی د برکي برک ولسوالۍ د انشکافي شورا مرستیال او د سیمې یو قومي مخور و او له چا سره یې کومه شخصي ستونزه نه درلوده.
تر اوسه چا د دغه وژنې مسؤولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
باید وویل شي، چې وژل شوی قومي مشر له تېرو پنځو کلونو راهیسې د برکي برک د انشکافي شورا مرستیال په توګه دنده تر سره کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په پکتیا ولایت کې هم یو تن قومي مشر د ناپېژانده وسله والو کسانو له خوا په رڼا ورځ له خپل زوی او ساتونکي سره وژل شوی و.
جمهورآژانس:لوګر
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین