۰

د مرستیال ولسوال په ګډون ۸ تنه طالبان نیول شوي

يکشنبه ۱۲ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۱۳
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، ننګرهار کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال د یوه مرستیال طالب ولسوال په ګډون ۸ تنه وسله وال طالبان نیول شوي.
د مرستیال ولسوال په ګډون ۸ تنه طالبان نیول شوي
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، ننګرهار کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال د یوه مرستیال طالب ولسوال په ګډون ۸ تنه وسله وال طالبان نیول شوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه طالب وسله وال د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ په سره کلي سیمه د ملي امنیت ځواکونو له خوا نیول شوي.
سرچینه زیاتوي، په دغه ځانګړو عملیاتو کې نیول شوی مرستیال طالب ولسوال عبدالولي نومېږي، چې په منصور مشهور دی.
د ملي امنیت د خبر پاڼې د معلوماتو پر بنسټ له دغو کسانو څخه يو ميل راکټ، يوه پيکا، پنځه کلاشينکوفونه، يوه تومانچه او نور مهمات هم ترلاسه شوي دي.
که څه هم تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تېرو دریو ورځو کې په ننګرهار کې د طالبانو او داعش په ګډون لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې درې تنه یې په کې قوماندانان هم وو.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین