۰

پاکستان نور بې وېزې افغانانو ته د ورتګ اجازه نه ورکوي

سه شنبه ۱۱ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۴۲
پاکستاني چارواکو اعلان کړی، چې د می له ۳۱ نېټې وروسته به هېڅ افغان ته اجازه ورنکړي، چې بې وېزې د تورخم په پوله ورواوړي.
پاکستان نور بې وېزې افغانانو ته د ورتګ اجازه نه ورکوي
پاکستاني چارواکو اعلان کړی، چې د می له ۳۱ نېټې وروسته به هېڅ افغان ته اجازه ورنکړي، چې بې وېزې د تورخم په پوله ورواوړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په کابل کې د پاکستان سفارت ویاند هم د دغه خبرې پخلی کړی دی، خو ویلي یې دي، چې دوی به د ورځې تر پایه پورې د وېزې ورکولو چارې تر سره کوي او هېځ خنډ او ځنډ به د وېزې په ورکولو کې ونشي.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ دوه اړخیزه اړیکې زیاتې خړې پړې شوې او ویل کېږي، چې پاکستان پر افغان حکومت د فشار راوړلو له پاره په ځینو کارونو لاس پورې کړی.
وړمه ورځ هم پاکستاني سرحدي ځواکونو په خوست ولایت کې د ډېورنډ پر فرضي کرښه افغانان له پولې پورې غاړې له اوښتو منع کړي وو.
له دې ورها خوا بیا درې ورځې وړاندې د بلوچستان ایالت چارواکو افغان کډوالو ته امر کړی و، چې و وزي که نه دوی به یې په زور وباسي.
افغان حکومت تر اوسه د پاکستان د دې دریځ په اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین