په سویل کې افغان امنیتي چارواکي وایي، په هلمند ولایت کې له وسله والو طالبانو سره د سختو نښتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲ سوه پولیسو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په هلمند کې د ۵۰۵ بست زون د پولیسو قوماندان ډګر جنرال عصمت الله دولتزي ویلي وسله والو طالبانو له تېرو دوه ورځو راهیسې د هلمند په ګڼ شمېر سیمو کې بریدونه پیل کړي دي.
نوموړي د نادعلي ولسوالۍ په شاوال سیمه کې د ۲۷ پولیسو وژل کېدا او د ۲۶ نورو ژوبلېدا تایید کړه، ویې ویل چې ۲۵ نور پولیس د ګریشک ولسوالي د ملګر په سیمه وژل شوي او ۹ ژوبل دي.
دغه راز نوموړي زیاته کړې، چې د سیمه ییزو پولیسو د یوه قوماندان په ګډون ۵ سیمه ییز پولیس د ګریشک په سراشخ سیمه کې وژل شوي او ۲ نور ژوبل شوي دي.
د ۵۰۵ بوست زون د پولیسو دغه قوماندان ملي اردو ته هم د تلفاتو اوښتل تایید کړي خو د مرګ ژوبلې په اړه یې کره معلومات نه لري.
د طالبانو د مرګ ژوبلو په اړه دقیق راپور نشته خو ویل کېږي چې شاوخوا ۱۰۰ طالبان هم وژل شوي یا ژوبل شوي دي.
په همدې حال کې د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي ادعا کوي چې طالبانو د افغانستان د دولت ۷۰ امنیتي ځواکونه وژلي دي، خو د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د هلمند ولایتي شورا ویلي و، چې دغه ولایت د سقوط پر پوله ولاړ دی، خو د هلمند والي حیات الله حیات دغه څرګندونې رد کړې دي.
جمهورآژانس:هلمند