۰

په اورلګېدنه کې ۱۷ هندي پوځیان وژل شوي

سه شنبه ۱۱ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۵۳
رپوټونه وايي، د هند د پوځ د وسلو په یوه زېرمه کې د اورلګېدنې له امله د دوه افسرانو په ګډون ۳۶ تنه پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
په اورلګېدنه کې ۱۷ هندي پوځیان وژل شوي
رپوټونه وايي، د هند د پوځ د وسلو په یوه زېرمه کې د اورلګېدنې له امله د دوه افسرانو په ګډون ۳۶ تنه پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د هند پوځي چارواکي زیاتوي، چې اور نن سهار وختي د لوېدیځ مهارشترا ایالت کې د وسلو په یوه زېرمه کې لګېدلی دی، چې له امله یې د دوه افسرانو په ګډون ۱۷ هندي پوځیان وژل شوي او ۱۹ نور ژوبل شوي دي.
دوی وايي، د اور لګېدنې لامل تر اوسه نه دي معلوم شوی، خو د اور وژنې امله هڅه کوي، چې کابو یې کړي.
ویل کېږي، د اورلګېدنې ځای ته نېږدې کلیو خلکو ته له خپلو کورونو د وتلو امر شوی دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین