>> جمهور - په کندوز کې له برمته شویو مسافرو ۱۵۰ تنه خوشي شول
 
۰

په کندوز کې له برمته شویو مسافرو ۱۵۰ تنه خوشي شول

سه شنبه ۱۱ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۲۱
امنیتي چارواکي وايي، په کندوز ولایت کې د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا د ۱۸۵ تنه یرغمل شویو مسافرو له ډلې ۱۵۰ تنه خوشي شوي دي.
په کندوز کې له برمته شویو مسافرو ۱۵۰ تنه خوشي شول
امنیتي چارواکي وايي، په کندوز ولایت کې د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا د ۱۸۵ تنه یرغمل شویو مسافرو له ډلې ۱۵۰ تنه خوشي شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې نن سهار د کندوز- تخار پر لویه لار وسله والو کسانو له څو موټرو مسافر ښکته کړي وو.
ویل کېږي، وسله والو له څلور ۴۰۴، درې کرولا او درې فلانکوچ موټرو څخه لږ تر لږه ۱۸۵ تنه مسافر ښکته او نامعلوم لوري ته یې بېولي و.
پېښه د کندوز ولایت د علي آباد ولسوالۍ په شین تیپې سیمه کې رامنځ ته شوې او چارواکي وايي، مسافر له کابل څخه کندوز ته روان و.
د کندوز د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤول هجرت الله اکبري د پېښې پخلی کوي او وايي وسله والو ۱۸۵ مسافر برمته کړی وو.
نوموړي زیاته کړې، چې له دې ډلې ۱۵۰ تنه بېرته خوشي شوي، خو ۳۵ تنه یې وسله والو له ځان سره نامعلوم لوري ته بېولي دي.
په ورته وخت کې دی وايي، وسله والو په یوه بله پېښه کې د یوه پخواني سیمه ییز پولیس په ډون شپږ تنه ولسي وګړي وژلي دي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:کندوز
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین