۰

لوګر کې د سړک جوړونې پنځه تنه انجینران تښتول شوي

شنبه ۷ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۵۸
سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طابانو په لوګر ولایت کې د سړک جوړونې د یوه شرکت پنځه تنه انجینران تښتولي دي.
لوګر کې د سړک جوړونې پنځه تنه انجینران تښتول شوي
سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طابانو په لوګر ولایت کې د سړک جوړونې د یوه شرکت پنځه تنه انجینران تښتولي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ سهار د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ د دولت آباد په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د محمد آغې ولسوال محمد نصیر امین وايي وسله والو د بلویل کمپنۍ چې له پل کندهار- تر سرخاب پورې یې د سړک جوړونې چارې تر سره کولې پنځه تنه انجینران تښتولي دي.
نوموړی وايي، دغه کسانو امنیتي اروګانونو ته خبر نه و ورکړی او سیمې ته رسېدو سره د طالبانو سره مخ شوي او هغوی هم له موټره ښکته کړي دي.
ولسوال زیاتوي، چې د دوی د معلوماتو له مخې تښتول شوي، کسان د ولسوالۍ د زرغون ښار په سیمه کې ساتل کېږي، چې د خلاصون له پاره یې هڅې روانې دي.
د محمد آغې د ولسوال په خبره د دغه کسانو د خلاصون له پاره قومي مشرانو یو ځل طالبانو ته ورغلي، خو کومه مثبته پایله یې نه لرله.
خو طالب ویاند له ذبیح الله مجاهد له دغه پېښې بې خبري ښودلې او ویلي یې دي، چې طالبان د عام او ټول ګټو پروژو له کارکوونکو سره هېڅ کار نه لري.
جمهورآژانس:لوګر
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین