۰
شېرپاو او عثمان کاکړ:

له پښتنو سره توپیري چلند به ستونزې حل نه بلکې لا ډېرې کړي

يکشنبه ۸ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۲۱
د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر آفتاب احمد خان شېرپاو او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ايالتي مشر عثمان خان کاکړ پر پاکستاني حکومت غږ کړی، چې په دغه هېواد کې له پښتنو سره له توپیري چلنده لاس واخلي.
له پښتنو سره توپیري چلند به ستونزې حل نه بلکې لا ډېرې کړي
د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر آفتاب احمد خان شېرپاو او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ايالتي مشر عثمان خان کاکړ پر پاکستاني حکومت غږ کړی، چې په دغه هېواد کې له پښتنو سره له توپیري چلنده لاس واخلي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دوی تېره ورځ ویلي، چې له پښتنو سره توپیر چلند به نه یوازې ستونزې حل نه کړي، بلکې په وینا یې دا کار کولی شي ستونزې نورې هم دېرې کړي.
ښاغلي شېرپاو د یوې خبري غونډې پر مهال پر حکومت غږ کړی، چې له افغانستان سره اړیکې ورغوي، لارې خلاصې کړي او د خلکو ستونزې هوارې کړي.
ښاغلي شېرباو، له پنجابي پولیسو غوښتي چې په پاکستان کې دې له پښتنو سره توپیري چلند نه کوي، ځکه دا کار کولی شي د ترهګرۍ په پیاوړي کېدو او قوي کېدو کې مهم رول ادا کړي
هغه په خپلو خبرو کې وویل«پښتون قوم له ترهګرۍ سره هېڅ اړیکه نه لري او په حقیقت کې ترهګري قوم او مذهب نه پېژني.»
هغه وايي، افغانستان او پاکستان په خپلو کې ښو اړیکو ته اړتیا لري، نو ښه به وي چې د باور جوړونې فضا رامنځ ته شي، له یو بل سره همکاري وکړي او د ديپلوماتیکو چینلونو له لارې ستونزې سره حل کړي.
په ورته وخت کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ايالتي مشر عثمان خان کاکړ د پاکستان د مشرانو جرګې یا سنا په غونډه کې وویل چې د پنجاب حکومت او پولیس کرکه خپروي.
ښاغلي کاکړ زیاته کړې، ، په پنجاب کې د پښتنو په وړاندې توپیري چلند کیږي او د پنجاب حکومت د اساسي قانون خلاف عمل کوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین