۰

کندوز کې ۹ سیمه ییره پولیس وژل شوي دي

پنجشنبه ۳ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۴۸
په شمال کې د ۸۰۸ سپین زر زون پولیس چارواکي وايي، په کندوز ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې ۹ سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.
کندوز کې ۹ سیمه ییره پولیس وژل شوي دي
په شمال کې د ۸۰۸ سپین زر زون پولیس چارواکي وايي، په کندوز ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې ۹ سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا ۱ بجه د کندوز کال پر لویه لار د یاد ولایت د عالي آباد ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
په کندز کې د ۸۰۸ سپین زر زون ویاند محفوظ الله اکبري وايي، وسله والو طالبانو په یاده سیمه کې د سيمه ييزو پولیسو پر پوسته کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو د برید په پايله کې د پوستې ټول پولیس وژل شوي او پوسته هم ویجاړه شوې ده.
محفوظ الله اکبري وايي، د پوستې ساتونکو له خپلو ملګرو سره خيانت کړی او طالبانو ته يې د بريد زمينه برابره کړې ده.
وسله والو طالبانو د ياد شمېر پوليسو تر وژلو وروسته پوستې ته اور ورته کړی او په پوسته کې شته وسلې او مهمات يې له ځان سره وړي دي.
ويل کېږي چې دا پوسته د قومندان محمد ګل په نوم د سيمه ييزو پوليسو د يوه مشر اړوند وه، خو پخپله نوموړی د بريد پر مهال په پوسته کې نه و.
جمهورآژانس:کندوز
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین