ولسمشر غني د سارک سازمان په غونډ کې خبردارۍ ورکړ، چې په سویلي اسیا کې روان تاوتریخوالی ورته د منلو نه دی او د دغه سازمان هېوادونه باید په ګډه دغه تاوتریخوالی له منځه یوسي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې افغان
ښاغلی غني نیپال ته له رسېدو د غونډې تر پیل د مخه د نیپال له ولسمشر او دغه راز لومړي وزیر سره ولیدل او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر غښتلتیا یې ټينګار وکړ.
ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د سارک سازمان په اتلسمه غونډه کې د کډون په موخه د نیپال پلازمېنې کتمانډو ته ورسېده.
ښاغلی غني نیپال ته له رسېدو د غونډې تر پیل د مخه د نیپال له ولسمشر او دغه راز لومړي وزیر سره ولیدل او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر غښتلتیا یې ټينګار وکړ.
ښاغلي غني د سارک په غونډه کې خبردارۍ ورکړ، چې د سویلي آسیا هېوادو له سخت تاوتریخوالي سره مخ دي، چې دغه تاوتریخوالی نور د زغم وړ نه دی.
نوموړي د سارک په اتلسمه غونډه کې وویل، چې روان تاوتریخوالي ته د حل یوازنۍ لار دا ده، چې غړي هېوادونه
ښاغلي غني وویل، چې د سویلي آسیا هېوادونو تر ټولو لویه ستونزه د خلکو بې وزلي او فقر دی، چې د ستونزو هواری یې هم یوازې د بېوزلی په له منځه وړلو سره حل کېدای شي.
لاس سره وکړي او په ګډو همکاریو دغه ستونزې هوارې کړي.
ښاغلي غني وویل، چې د سویلي آسیا هېوادونو تر ټولو لویه ستونزه د خلکو بې وزلي او فقر دی، چې د ستونزو هواری یې هم یوازې د بېوزلی په له منځه وړلو سره حل کېدای شي.
ولسمشر په خپلو خبرو کې وویل«له روان تاوتریخوالي څخه هغه وخت ځان را ایستلی شو، چې د خلکو بې وزلي له منځه یوسو.»
باید وویل، شي، چې د سارک د دې غونډې مشري د کوربه هېواد بوتان صدراعظم شوشیل کویرلا کوي.
په دې غونډه کې د سارک د غړو هېوادونو له مشرانو سربیره د دې سازمان د څارونکو غړو مشران هم خبرې کوي.
افغانستان،
افغانستان، نیپال، بنګله دیش، سریلانکا، بوتان، پاکستان، هند او مالدیف د سارک سازمان اصلي غړي دي.
نیپال، بنګله دیش، سریلانکا، بوتان، پاکستان، هند او مالدیف د سارک سازمان اصلي غړي دي.
امریکا، استرالیا، چین، ایران، جاپان، برما او اروپایي ټولنه د دې سازمان څارونکي دي، چې مشران یي دې غونډې ته را رسیدلي دي.
ټاکل شوې، چې ولسمشراشرف غني به نن له غرمې وروسته د هند له صدراعظم نریندر مودي او دغه راز د بنګله دیش او بوتان له صدر اعظمانو سره هم بېلا بېل ملاقاتونه ولري.
جمهور آژآنس: کابل