۰

امریکا له ایران سره د شوي اټومي تړون څخه ووته

چهارشنبه ۱۹ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۶
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د شپږو لویو قدرتونو له شوي اټومي تړون څخه خپل هېواد وایسته او دا تړون یې د نړۍ په تاوان وباله.
امریکا له ایران سره د شوي اټومي تړون څخه ووته
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د شپږو لویو قدرتونو له شوي اټومي تړون څخه خپل هېواد وایسته او دا تړون یې د نړۍ په تاوان وباله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ له ډېرو سلا مشورو وروسته د افغانستان په وخت نن شپه /سې شنبه/ له شوي اټومي تړونه د وتلو اعلان وکړ.

نوموړي  ایران د ترهګرو ډولو لکه حزب الله، حماس، القاعده او طالبانو په مرسته او ملاتړ تورن کړ، او ویې ویل، چې د ایران سره د اورپايي هېوادونو په ګډون شوی تړون د ګټې په ځای د نړۍ په زیان دی.

که څه هم ځینو هغه هېوادونو چې له ایران سره په تړون کې شریک دي، ویلي، چې ایران د تړون درناوی کړی او ټولې ژمنې یې عملې کړې، خو ولسمشر ټرمپ وايي، ایران په پټه نور یورانیم غني کوي او د تړون درناوی نه کوي، نو ځکه امریکا له دغه تړونه وځي.

خو له امریکا پرته پنځو نورو هېوادونو چې هڅه یې کوله ټرمپ له دغه کاره راوګرځوي، ویلي، چې له ایران سره پر کړې اتومي موافقې ولاړ پاتې کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران ولسمشر حسن روحاني دوه ورځې وړاندې ویلي و، چې که امریکا له دغه تړونه ووځي، نو ایران به بېرته خپلو اټومي پروګرامونه پیل او پراختیا به ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي