د امریکا د استازو جرګې نهو جمهوري غوښتونکو غړو د دفاع له وزیر لویډ آسټین څخه وغوښتل چې د CNN د وروستیو موندنو په اړه توضیحات ورکړي چې د ۲۰۲۱ په اګست کې د کابل په هوایی ډګر کې له چاودنې وروسته یو شمیر ملکي وګړي په ډزو ویشتل شوي وو.
په دې لیک کې دوی په دې پېښه کې د ملکي وګړو د وژل کېدو په اړه د پنټاګون د څېړنو په اړه یو لړ مهمې پوښتنې راپورته کړي دي.
د کانګرس اتو غړو، چې پنځه یې د افغانستان تجربه کاران دي، له آسټین څخه وغوښتل چې "د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د تحقیقاتو د موندنو او د CNN لخوا د دې نوي راپور تر منځ د توپیر په اړه په خورا قوي ممکنه شرایطو کې توضیحات ورکړي."
CNN د روان کال د غبرګولي په ۶مه راپور ورکړ چې داسې شواهد یې موندلي چې د کابل په هوايي ډګر کې له ځانمرګي برید وروسته یوه لویه ډزې شوې وې.
د دغه رپوټ له مخې یو شمېر قربانیان په ډزو ویشتل شوي دي.
دا پېښه د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه د کابل د هوايي ډګر د «ابیګیټ» په دروازه کې د امریکايي ځواکونو د ویستلو عملیاتو په ترڅ کې رامنځته شوه او په پایله کې یې ۱۳ امریکايي پوځیان او شاوخوا ۱۷۰ ملکي افغانان ووژل شول.
خو د امریکا پوځ تل ټینګار کړی چې په دې پېښه کې مرګ ژوبله د یوه ځانمرګي برید له امله اوښتې ده او دا چې هیڅوک د وسله والو په ډزو نه دي وژل شوي.
خو؛ CNN راپور ورکوي چې داسې شواهد یې ترلاسه کړي چې د پنټاګون د دوو تحقیقاتو پایلې تر پوښتنې لاندې راولي.
دغې شبکې د امریکايي ټوپکوالو د «ګو پرو» کمرې عکسونه کتلي، چې تر اوسه نه دي خپاره شوي.
د راپور له مخې له چاودنې وروسته د ډزو شمېر تر هغه ډېر و چې پنټاګون یې راپور نه دی ورکړی.
جمهورخبري آژانس