په کونړ کې ځايي سرچينې وايي، چې د دغه ولايت په سرکاڼو ولسوالۍ کې دوه ښوونځي تړل شوي وو، چې له ۸ کلونو وروسته بېرته پرانستل شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه دوه ښوونځي د تېر حکومت پر مهال د طالبانو له خوا تړل شوي وو. خو اوس بېرته پرانستل شوی دی.
د يادونې وړ ده، چې تر دې دمه د ناوې منځني ښوونځي کې ۷۰ او د کيمر کلي په لومړني ښوونځي کې ۳۰ زده کوونکي روزل شوي دي.
له دې سره سره د يادو ښوونځيو د زده کوونکو والدينو او پلرونو د اسانتياوو له نشتوالي شکايت وکړ او له نړيوالو بنسټونو يې وغوښتل چې د دوى د زده کړې ستونزې هوارې کړي.
خبرگزاری جمهور