۰

اسراییلو د سوریې پلازمېنې ته نېږدې بریدونه کړي دي

چهارشنبه ۱۹ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۲
سوري رسنۍ وايي، اسراییلو د سوریې پلازمېنې دمشق ته نېږدې بریدونه کړي، خو دافع هوا ځواکونو یې دوه توغندي شنډ کړي دي.
اسراییلو د سوریې پلازمېنې ته نېږدې بریدونه کړي دي
سوري رسنۍ وايي، اسراییلو د سوریې پلازمېنې دمشق ته نېږدې بریدونه کړي، خو دافع هوا ځواکونو یې دوه توغندي شنډ کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي، اسرائیلو ځواکونو دمشق ته نېږدې، د سوریې پر پوځي تاسیساتو برید کړی دی.

په برېتانیا کې د سوریې د انساني حقونو څارډله وايي، په دغه برید کې یو پوځي مرکز په نښه شوی.

دغه راز اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس بیا د ځینو چارواکو له قوله ویلي، چې په دغه برید کې د سوریې پوځ مرکز په نښه شوی، خو یواځې مالي زیان یې اړولی دی.

د سوریې رسمي خبري اژانس سانا هم د دغه خبر پخلی کړی دی او ویلي یې دي، چې د چهارشنبې په شپه دا برید پر کسوه سیمه شوی دی.

باید و ویل شي، دا برید له هغه وروسته شوی چې د امریکا ولسمشر د ایران له اټومي تړون د خپل هېواد د اېستلو خبره وکړه.

جمهورخبري آژنس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي