۰

د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د دیني عالمانو غونډه جوړېږي

یکشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۳
د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، ډېر ژر به د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان د دیني عالمانو تر منځ یوه غونډه جوړه شي.
د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د دیني عالمانو غونډه جوړېږي
د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، ډېر ژر به د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان د دیني عالمانو تر منځ یوه غونډه جوړه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې پرون شنبې د لړم ۱۲ مه کابل ته د اندونیزیا د دیني عالمانو شورا رییس محمد صدیق د سفر پر مهال د افغانستان د سولې عالي شورا له غړو سره په لیدنه کې کړې دي.

د افغانستان د سولې عالي شورا خوا خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ښاغلي صدیق په خپلو خبرو کې د دغه درې اړخیزه غونډې د جوړېدو په برخه کې د خپل هېواد د همکاریو تر څنګ د افغانستان د سولې د عالي شورا وړاندیزونه هم تر لاسه کړل.

نوموړي ویلي، چې د دې غونډې جوړېدو په برخه کې به د افغانستان د سولې عالي شورا وړاندیزونو څخه هم ګټه واخلي او دغه راز به د اندونیزیا علما پاکستان او جدې ته هم سفرونه وکړي او د نظریاتو تر راټولو وروسته به د دری واړه پلاو له خوا د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان د دیني عالمانو د جوړېدونکې غونډې نېټه اعلان کړي.

د افغانستان د سولې عالي مرستیال مولوي عبدالخبیر اچقون هم د درې اړخیزه غونډې پر جوړېدو هم ټینګار کړی او دا یې لومړیتوب بللی دی.

په ورته وخت کې د سولې د عالي شورا غړي محمد قاسم حلیمي هم د مخکنیو خبرو پر دوام ټینګار کړی او غوښتنه یې کړې، چې دا ځل دې درې اړخیزه کنفرانس دوه ورځې وي.

نوموړي ویلي، چې د دې کنفرانس له پاره دې لومړی یو کوچیني فني پلاوی وټاکل شي تر څو د غونډې په اجزاو کار وکړي او پرېکړه وکړي.

د خبرو په پای کې د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي، چې ټول په دریو ټکو، لومړی دا چې دا درې اړخیزه غونډه دې د ۲۰۱۸ کال په وروستیو کې جوړه شي، د کنفرانس وخت دې دوه ورځې وي او درېیم دا چې د دریو واړو هېوادونو یو پلاوی دې وټاکل شي تر څو د پرېکړه لیک په اړه بحث وکړي، موافقه وشوه.

باید و ویل شي، چې د افغانستان د سولې او جګړې په اړه د دیني عالمانو دغه درې اړخیزه کنفرانس لومړی د روان کال د غوايي میاشتې په ۲۱ مه د اندونیزیا په بورګو ښار کې جوړ شو.

په دغه درې ورځني کنفرانس کې د درې واړه هېوادونو دیني عالمانو ځانمرګي بریدونه د اسلام خلاف عمل وباله او د جګړې له ښکېلو غاړو یې وغوښتل، چې جګړه ودروي او د سولې لار ونیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي