د ننګرهار ولایت ځايي خلک او په ولسي جرګه کې د دغه ولایت ځینې استازي وايي، د جلال آباد – تورخم سړک دې د جنرال عبدالرازق په نوم ونومول شي.
د
جمهور خبري آژانس د له مخې د ننګرهار یو شمېر خلکو په یوه غونده کې و ویل، چې جنرال عبدالرازق له هېواده په ریښتینې دفاع کې شهید شوی او پکار ده، چې د جلال آباد تورخم سړک د هغه په نوم شي.
دغه غونډه د جنرال عبدالرازق په یاده په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو د استازي حاجي حضرت علي په کور کې جوړه شوې وه.
حضرت علي په خپلو خبرو کې و ویل جنرال عبدالرازق د وطن د دفاع او سرحدونو د ساتلو له پاره قرباني ورکړه او ننګرهار ولایتي ادارې د هغه د یاد ساتلو په خاطر د جلال آباد – تورخم لار د جنرال عبدالرازق په نوم کړي.
د غونډې یو شمېر ګډونوالو هم و ویل، چې د جلال اباد - تورخم لويه لاره د جنرال رازق په نوم کول به د ټولو امنيتي سرتېرو د مېړانې د لوړتيا لپاره غوره کار وي.
بل خوا په غونده کې حضرت علي روانې جګړې ته په اشارې سره طالب او داعش یوه لوبه وبلله، چې په وینا یې د افغان وژنې له پاره جوړه شوې ده.
هغه ټینګار وکړ، چې د ننګرهار او د ټولو ختيځو ولايتونو د ستونزو د حل په موخه په نږدې راتلونکي کې د زون په کچه لويه غونډه جوړوي.
جمهورخبري آژانس:کابل