۰
سپینه ماڼۍ:

ټرمپ له افغانستان د سرتېرو ایستلو فرمان نه دی ورکړی

شنبی ۸ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۱
سپینه مانۍ وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دفاع وزارت یا پنټاګون ته له افغانستان د سرتېرو ایستلو کوم فرمان نه دی ورکړی.
ټرمپ له افغانستان د سرتېرو ایستلو فرمان نه دی ورکړی
سپینه مانۍ وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دفاع وزارت یا پنټاګون ته له افغانستان د سرتېرو ایستلو کوم فرمان نه دی ورکړی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې څو ورځې وړاندې امریکايي رسنیو راپور ورکړ، چې ګڼې ټرمپ له افغانستان د ۷ زره امریکايي سرتېرو د ایستلو پرېکړه کړې ده.

که څه هم تر دغه راپورونو وروسته په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي امریکايي قوماندان جنرال سکاټ مېلر ویلي و، چې ده هم په دې اړه تر اوسه کوم امر نه دی تر لاسه کړی خو اوس د امریکا د ملي امنیت شورا دا خبره رټ رد کړې، چې ګڼې ټرمپ د سرتېرو د ایستلو فرمان ورکړی دی.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند ګاریټ مارکوېس ویلي، ټرمپ تر اوسه دا پرېکړه نه ده کړې چې په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو د وتلو امر ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا لوی درستیز جوزیف ډانفورډ هم په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره د لیدنې پرمهال ویلي و، چې په افغانستان کې به د امریکايي سرتېرو ماموریت د پلان پر اساس پر مخ ځي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي