۰
مایک پنس:

ټرمپ له افغانستان د سرتېرو ایستلو موضوع څېړي

شنبی ۱۵ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۷
د امریکا د ولسمشر مرستیال وايي، ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو موضوع څېړي خو د ترهګرۍ سره د امریکا جنګي کړنلارې بدلون نه دی کړی.
ټرمپ له افغانستان د سرتېرو ایستلو موضوع څېړي
د امریکا د ولسمشر مرستیال وايي، ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو موضوع څېړي خو د ترهګرۍ سره د امریکا جنګي کړنلارې بدلون نه دی کړی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ټرمپ مرستیال مایک پنس دغه څرګندونې له فاکس نیوز شبکې سره په خبرو کې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لا د تېرې چهارشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې ویلي و، چې نور په افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزه، روسیه، هند او پاکستان باید وکړي نه امریکا.

مایک هم وايي، چې د ځواکونو د کمولو موضوع د ولسمشر ټرمپ تر غور لاندې ده، خو په وینا یې تر اوسه د سرتیرو د کمولو طرحه قطعي شوې نه ده.

که څه هم نوموړی زیاتوي، چې له افغانستان د سرتېرو کمولو موضوع تر څېړنې لاندې ده خو په خبره یې په دغه هېواد کې د امریکا جنګي کړنلاره نه ده بدله شوې او د داعش او القاعده پر ضد جګړه به دوام وکړي.

نوموړي زیاتوي، د همدې کړنلارې له مخې به پر طالبانو د امریکا پوځي فشارونه هم دوام ولري تر څو دغه ډله د سولې خبرو ته حاضره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي