افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه پلاوی په مشرۍ ننګرهار ولایت ته تللی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی غني نن یکشنبې د سلواغې ۲۱ مه د ننګرهار ولایت شینوارو ولسوالۍ ته رسېدلی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، ښاغلي غني به د شینوارو د پنځو ولسوالیو له قومي مشرانو، مخورو، ځوانانو او دیني عالمانو سره وکتل.
ښاغلي غني د اچین، غني خيلو، نازيان او مومند درې له مشرانو سره په کتنه کې د داعش په ماتولو کې له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د همکارۍ له امله قدرداني وکړه.
باید و ویل شي، چې له ولسمشر سره په دغه سفر کې د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد او یو شمېر نور لوړ پوړي چارواکي ملتیا کوي.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار