۰

هند د پاکستان یوه بې پیلوټه الوتکه راغورځولې

سی شنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۷
هندي چارواکي وایي، د هند د هوايي ځواک ۳۹ سوخوی جنګي الوتکې د پاکستان یوه بې پیلوټه الوتکه په کشمیر کې پولې ته نېږدې غورځولې ده.
هند د پاکستان یوه بې پیلوټه الوتکه راغورځولې
هندي چارواکي وایي، د هند د هوايي ځواک ۳۹ سوخوی جنګي الوتکې د پاکستان یوه بې پیلوټه الوتکه په کشمیر کې پولې ته نېږدې غورځولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوه هندي چارواکي چې نوم یې نه دی اخستل شوی، ویلي د پاکستان دغه الوتکه پرون دوشنبې د کب ۱۳ مه د کشمیر په بیکانر سیمه کې د هند د هوايي ځواک له خوا رانسکوره شوې ده.

د هغه په وینا دغه بې پیلوټه الوتکې د رادرو تر کشف څو دقیقې وروسته د هندي جنګي الوتکې له خوا و ویشتل شوه او رانسکوره شوه.

دغه هندي چارواکي ویلي دا په تېرو شپږو ورځو کې دوهم ځل دی، چې د پاکستان جاسوسي بې پیلوته الوتکې د هند حریم ته ننوزي او د هند له خوا په نښه کېږي.

د تېرې فبرورۍ میاشتط په ۲۷ مه هم هندي چارواکو د ګجرات ایالت په کوچ سیمه کې د پاکستان د یوې بې پیلوټه الوتکې د راغورځولو خبر ورکړی وو.

د هند هوايي ځواک پر داسې مهال د پاکستان د بې پیلوټه الوتکې د رانسکورولو خبر ورکوي، چې تازه د هند لومړي وزیر پاکستان ته په اشارې ویلي، چې د سیمې په هر ځای کې به د ترهګرو اصلي ځالې په نښه کړي.

نوموړي د هند له خوا پر پاکستان تېر برید او د پاکستان له خوا د هندي پیلوټ خوشي کولو ته په نغوتې سره پاکستان ته ویلي دا خو یو تمرین و اصلي کار لا پاتې دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي