۰

هند د پاکستان یوه بې پیلوټه الوتکه راغورځولې

دوشنبه ۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۹
هندي چارواکي وايي، پوځیانو یې د پاکستان یوه بې پیلوټه الوتکه د هوايي ضد وسلې په کارولو سره نسکوره کړې ده.
هند د پاکستان یوه بې پیلوټه الوتکه راغورځولې
هندي چارواکي وايي، پوځیانو یې د پاکستان یوه بې پیلوټه الوتکه د هوايي ضد وسلې په کارولو سره نسکوره کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټایمز انډیا ورځپانې ویلي دغه پاکستانۍ الوتکه د دواړو هېوادونو پر پوله راغوځول شوې ده.

د هند استخباراتي چارواکو ویلي، چې هندي ځواکونه له پاکستان سره تر کړکېچ وروسته د تیارسۍ په حال کې دي او هره شېبه د پاکستان تحرکات او سرغړونې څاري.

دوی ویلي، چې پرون د پاکستان شپږ بې پیلوټه الوتکې د هند خاورې ته د ننه شوې وې، چې یوه ترې ویشتل شوې ده.

څو ورځې وړاندې هم هندي چارواکو سري نګر کې د پاکستان د دوه بې پیلوټه الوتکو د راغورځولو خبر ورکړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي