۰

ولسمشرغني: د سولې لپاره باید د زورواکۍ فرهنګ پای ته ورسو

یکشنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۶
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یو شمېر ولایتونو له استازو سره لیدنه کې د سولې د مشورتي لویې جرګې په اړه ویلي، که سوله غواړو باید د زور او زرواکۍ فرهنګ ته پای ټکی کېږدو.
ولسمشرغني: د سولې لپاره باید د زورواکۍ فرهنګ پای ته ورسو
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یو شمېر ولایتونو له استازو سره لیدنه کې د سولې د مشورتي لویې جرګې په اړه ویلي، که سوله غواړو باید د زور او زرواکۍ فرهنګ ته پای ټکی کېږدو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون شنبې د غوايي ۱۴ مه ماښام مهال په ارګ کې د فاریاب، جوزجان، سرپل او سمنګانو ولایتونو له استازو سره لیدنه کې کړې دي.

د غونډې برخوالو د لویې جرګې د بریا د مبارکۍ تر څنګ له ولسمشره غوښتي، چې د سولې په اړه د ولس مشورې جدي ونیسي او عمل پرې وکړي.

د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ولسمشر دغه استازو ته ډاډ ورکړ، چې د سولې په پروسه کې د خلکو مشوره د حکومت د لارې نقشه ده.

ښاغلي غني ویلي، د ولس دغه مشورو ته به د عمل جامه اغوندي او ټینګار یې کړی، چې که سوله غواړو باید د زور فرهنګ پای ته ورسوو.

ولسمشر د شمالي ولایتونو د امنیت په اړه هم دغه استازو ته ډاد ورکړی ویلي، چې یې دي، چې هلته به عملیات زیات او افغان ځواکونه به په اساسي ډول تجهیز کړی شي.

خو په ورته وخت یې له خلکو وغوښتل چې د سیمه ییزې اردو په جوړولو کې خپل نظریات له مسوولینو سره شریک کړي.

په اقتصادي برخه کې ښاغلي غني د ولس استازو ته ډاد ورکړیو چې له منځنۍ اسیا هېوادونو سره بې مخینې اړیکو ته په کتو، د هېواد شمالي ولایتونه به د پراختیا په مرکز بدل شي.

هغه زیاته کړې، چې په تخار ولایت کې د سیمنټو د تولید لویه فابریکه جوړېږي او دغه راز د بلخاب د مسوکان به ډېر ژر استخراج شي.

ولسمشر په شمال کې د سېلاب ځپلو سره د مرستې په اړه و ویل، په راتلونکو پنځو میاشتو پورې به حکومت د اوبو د زېرمه کولو کوچنیو بندونو په جوړولو جدي تمرکز وکړي چې په پایله کې د سېلابونو او وچکالۍ خبیثه حلقه له منځه ولاړه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي