۰

کابل او اسلام آباد امنیتي غونډه کوي

یکشنبه ۵ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۴
راپورونه وايي، ټاکل شوې کابل او اسلام آباد پر امنیت غونده وکړي، چې په کې به د دواړو هېوادونو لوړ پوړی چارواکي ګډون ولري.
کابل او اسلام آباد امنیتي غونډه کوي
راپورونه وايي، ټاکل شوې کابل او اسلام آباد پر امنیت غونده وکړي، چې په کې به د دواړو هېوادونو لوړ پوړی چارواکي ګډون ولري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستاني رسنیو ویلي، دغه غونده به راتلونکې اونۍ د پاکستاني او افغان لوړ پوړو امنیتي چارواکو تر منځ جوړه شي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه غونده کې به د افغانستان د پلاوي مشري د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب کوي.

اسلام آباد کېکې افغان سفیر لطف الله مشعل هم د یادې غونډې د جوړېدو پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دې غونډه کې به به تر ډېره امنیتي مسایل وڅېړل شي.

دغه راز هغه زیاته کړې، چې په یاده ناسته کې به د کډوالو مسئله، دوه اړخیزه سوداګري، د خلکو ترمنځ د اړیکو جوړول او په سیمه کې د ترهګرۍ ضد روانه مبارزه باندې هم خبرې وشي.

پاکستان کې افغان سفیر وايي، په دې غونډه کې به د دواړو لورو مهم امنیتي چارواکي برخه اخلي او هڅه به کوي د پاکستان افغانستان پر عمل پلان هم بحثونه ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي