راپورونه وايي، ټاکل شوې کابل او اسلام آباد پر امنیت غونده وکړي، چې په کې به د دواړو هېوادونو لوړ پوړی چارواکي ګډون ولري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستاني رسنیو ویلي، دغه غونده به راتلونکې اونۍ د پاکستاني او افغان لوړ پوړو امنیتي چارواکو تر منځ جوړه شي.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه غونده کې به د افغانستان د پلاوي مشري د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب کوي.
اسلام آباد کېکې افغان سفیر لطف الله مشعل هم د یادې غونډې د جوړېدو پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دې غونډه کې به به تر ډېره امنیتي مسایل وڅېړل شي.
دغه راز هغه زیاته کړې، چې په یاده ناسته کې به د کډوالو مسئله، دوه اړخیزه سوداګري، د خلکو ترمنځ د اړیکو جوړول او په سیمه کې د ترهګرۍ ضد روانه مبارزه باندې هم خبرې وشي.
پاکستان کې افغان سفیر وايي، په دې غونډه کې به د دواړو لورو مهم امنیتي چارواکي برخه اخلي او هڅه به کوي د پاکستان افغانستان پر عمل پلان هم بحثونه ولري.
جمهورخبري آژانس:کابل