۰

د غزني لپاره د طالبانو مطبوعاتي مسوول نیول شوی دی

چهارشنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۷
سیمه ییز چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو د غزني ولایت لپاره د طالبانو مطبوعاتي مسوول قاري عبدالجلال نیولی دی.
د غزني لپاره د طالبانو مطبوعاتي مسوول نیول شوی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو د غزني ولایت لپاره د طالبانو مطبوعاتي مسوول قاري عبدالجلال نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري ویلي، قاري عبداجلال وړمه شپه د ملي امنیت ځواکونو له خوا نیول شوی.

نوموړي زیاته کړې، چې قاري عبدالجلال د طالبانو سیمه ییز ویاند او د غزني لپاره مطبوعاتي مسوول وو، چې د غزني ښار اړوند سفندې سیمه کې د عملیاتو پر مهال ونیول شو.

د هغه به وینا د طالبانو له دغه مطبوعاتي مسئول سره دوه لپټاپ کمپیوټرونه، یومیل تمانچه، یوه مخابره او یوه اندازه نور پوځي مهمات نیول شوي دي.

د غزنی د والي ویاند وايي، قاري عبدالجلال په خوله رسنیو کې د حکومت پر ضد تلبغات کول او ځوانان یې د حکومت پر ضد هڅول.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي