۰

ولسمشر غني کندهار ولایت ته تللی دی

چهارشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۹
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کندهار ولایت ته تللی او هلته به د ځینو پرژو پرانسته هم وکړي.
ولسمشر غني کندهار ولایت ته تللی دی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کندهار ولایت ته تللی او هلته به د ځینو پرژو پرانسته هم وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر او ورسره پلاوی نن چهارشنبې د چنګاښ ۱۲ مه سهار کندهار ولایت ته ورسېده.

ارګ وايي، ولسمشر به د ځینو ټولګټو پروژ د پرانستې تر څنګ د کندهار له مشرانو، عالمانو، ځوانانو، ښځو او مدني ټولنې سره هم جلا جلا کتنې ولري.

ولسمشر کندهار ته په رسېدو سره سم دغه ولایت کې هوايي ډګر د احمدشاه بابا په نوم ونوماوه او دغه راز یې له کندهار ښاره تر هوايي ډګر پورې غځیدلی سړک هم د کندهار د وژل شوي پخواني قوماندان جنرال رازق په نوم پرانېسته.

د یادونې ده، چې ولسمشر په دامان ولسوالۍ کې د سولري برښنا پروژه او په عینو مېنه کې ۳۵۰ بستریز روغتون هم پرانېزي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي