افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کندهار ولایت ته تللی او هلته به د ځینو پرژو پرانسته هم وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر او ورسره پلاوی نن چهارشنبې د چنګاښ ۱۲ مه سهار کندهار ولایت ته ورسېده.
ارګ وايي، ولسمشر به د ځینو ټولګټو پروژ د پرانستې تر څنګ د کندهار له مشرانو، عالمانو، ځوانانو، ښځو او مدني ټولنې سره هم جلا جلا کتنې ولري.
ولسمشر کندهار ته په رسېدو سره سم دغه ولایت کې هوايي ډګر د احمدشاه بابا په نوم ونوماوه او دغه راز یې له کندهار ښاره تر هوايي ډګر پورې غځیدلی سړک هم د کندهار د وژل شوي پخواني قوماندان جنرال رازق په نوم پرانېسته.
د یادونې ده، چې ولسمشر په دامان ولسوالۍ کې د سولري برښنا پروژه او په عینو مېنه کې ۳۵۰ بستریز روغتون هم پرانېزي.
جمهورخبري آژانس:کابل