د ملټري ټایمز د تازه راپور په اساس ناټو افغان هوايي ځواکونو ته د عملیاتو همغږي کولو او تاکتیکي برخو کې د روزنې په ورکړه کې تېروتنې کړې دي.
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملټري ټایمز دا راپور د پنټاګون یا د امریکا د دفاع وزارت د عمومي پلټنو د مرکز د اسنادو په حواله ورکړی دی.
په راپور کې ویلي شوی، چې ناټو ځواکونه د همغږۍ او تاکتیکي برخو کې د افغان ځواکونو په ظرفیت لوړونه کې پاتې راغلي دي.
پنټاګون زیاته کړې، د هوايي بریدونو برخه کې د لازمې همغږۍ نه شتون د افغان امنیتي دفاعي ځواکونو خطر څو چند کړی دی.
په راپور کې د پنټاګون د اسنادو په حواله راغلي چې د هوايي ځواکونو د افسرانو لپاره د دقیقو روزنیزو پروګرامونو نشتوالي دا ګواښ زیات کړی چې افغان هوايي ځواکونه غیر مسلکي عمل وکړي او د هوايي عملیاتو پر مهال زیات ملکي تلفات واړوي.
سرچینه زیاتوي، چې د ناټو روزونکو قصدا نه دي غوښتي چې د افغان هوايي ځواکونو همغږي کوونکو افسرانو ته تاکتیکي روزنې او مشورې ورکړي.
دفاع وزارت د دې راپور په تړاو لا څه نه دي ویلي، خو په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي تلفاتو راپورونه زیات شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل