سیمه ییز چارواکي وایي، ننګرهار ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنې ۱۵ تنه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون جمعه د وږي لومړۍ نېټه سهار ۱۰ بجې د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په بازار کې رامنځ ته شوې.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي، چاودنه د سړک د غاړې اېښودل شوي ماین له امله رامنځ ته شوې، چې یو تن په کې وژل شوی او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
خوږیاڼی وايي، د چاودنې قربانیان ټول ملکي وګړي دي او ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
روغتیايي چارواکي هم تاییدوي، چې دوی ته د پېښې له ځایه ۱۴ تنه ټپیان وروړل شوي دي.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار