۰
جنرال ټاډ ولټرز:

د ناټو ځواکونو پر وتلو بحث نه دی شوی، ټول تمرکز مو د افغانستان پر ټاکنو دی

یکشنبه ۲۴ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۸
د ناټو تر ټولو لوی قوماندان جنرال ټاډ ولټرز وايي، اوس د دوی ټول تمرکز د افغانستان پر ټاکنو دی نه د ځواکونو پر ایستلو.
د ناټو ځواکونو پر وتلو بحث نه دی شوی، ټول تمرکز مو د افغانستان پر ټاکنو دی
د ناټو تر ټولو لوی قوماندان جنرال ټاډ ولټرز وايي، اوس د دوی ټول تمرکز د افغانستان پر ټاکنو دی نه د ځواکونو پر ایستلو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال ولټرز زیاته کړې، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر سر هېڅ بحث نه دی شوی.

هغه ویلي«د سپټمبر په ۲۸ په افغانستان کې انتخابات کېږي، نو د پریکنده ماموریت به د تل په شان خپل ټول پام د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ ته واړوي، څو دا اطمینان ترلاسه شي چې دوی په ټول هېواد کې د رڼو او عادلانه ټاکنو لپاره زمینه برابره کړي.»

د ناټو تر ټولو لوی پوځي امریکايي قوماندان جنرال ټاډ ولټرز وایې چې له افغانستان څخه د بهرنیو قواوو پر ویستلو هيڅ بحث نه دی شوی.

جنرال ولترز له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې زیاته کړې هغه پیغام چې موږ د ناټو شریکانو ته استو دا دی چې امریکا ژمنه ده، ناټو ژمنه ده او ماموریت اوس پرځای دی.

نوموړي ویلي ناټو خپله ټوله هڅه کوي څو مطمین شي چې بهرني پروګرامونه خنثی کړي، کوم چې د ناټو د غړو هېوادونو او د امریکا په وړاندې ناوړه کارونه کولای شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي