۰

ناټو د کورونا پر ضد مبارزه کې افغان ځواکونو سره مرسته کوي

جمعه ۲۹ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۱
ناټو وايي، له افغان ځواکونو او د حکومت له بنسټونو څخه به د کورونا پر مبارزه کې کلک ملاتړ او د وسایل او تجهیزاتو مرستې وکړي.
ناټو د کورونا پر ضد مبارزه کې افغان ځواکونو سره مرسته کوي
ناټو وايي، له افغان ځواکونو او د حکومت له بنسټونو څخه به د کورونا پر مبارزه کې کلک ملاتړ او د وسایل او تجهیزاتو مرستې وکړي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، کله چې ناټو په افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکوي نو باید چې د کورونا وبا په پام کې ونیسي.

نوموړي زیاتوي،له همدې امله دغه سازمان په افغانستان کې د کورونا د مخنیوي لپاره جدي تدابیر نیولي دي او تازه یې په نورستان ولایت کې پولیسو ته د کورونا د مخنیوي وسایل او تجهیزات ویشلي دي.

 ښاغلی سټولټنبرګ له خبریالانو سره په یو ویډیويي کنفرانس کې ویلي، له افغانستان څخه یې خپل هغه سرتېري عاجل ایستلي او قرنطین کړي دي چې د کورونا پېښې په کې مثبتې تشخیص شوې وې.

هغه ویلي«هر هغه سرتیری مو چې افغانستان ته ځي قرنطین کوو یې او افغا ځواکونو ته به هم د کورونا د مخنیوي تجهیزات رسوو.»

د ناټو د سرمشني په وینا افغان ځواکونو ته دغه سازمان په مشورو ورکولو پیل کړی دی چې څرنګه له دغې وبا سره وجنګېږي؟

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي