کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې یو زورواکی او د عامه نظم اخلالوونکی نیولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن چهارشنبې د وږي ۲۷ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، دغه کس د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند هودخېلو سیمه کې نیول شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې یاد کس پرون د څلورم مکروریانو سیمه کې خلک ځورول چې د پولیسو له خوا ونیول شوو.
کورنیو چارو وزارت د دغه کس هویت نه دی په داګه کړی خو ویلي یې دي له هغه څخه دوه عرادې بې اسناده او د ولایتي شورا او د کابل له شخصي تقلبي پلېټ نمبرونو موټر د پولیسو لاسته ورغلي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل