۰
امریکا:

د افغان ولسمشرۍ تاکنو پایلې باید همغسې وي، لکه څنګه یې چې رایه ورکوونکي غواړي

پنجشنبه ۲۸ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو پر شفافیت او اعتبار ټینګار کړی ویلي یې دي، د ټاکنو پایلې باید همغسې وي، لکه څنګه یې چې رایه ورکوونکي غواړي.
د افغان ولسمشرۍ تاکنو پایلې باید همغسې وي، لکه څنګه یې چې رایه ورکوونکي غواړي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو پر شفافیت او اعتبار ټینګار کړی ویلي یې دي، د ټاکنو پایلې باید همغسې وي، لکه څنګه یې چې رایه ورکوونکي غواړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت د وزیر مایک پمپیو له قوله ویلي امریکا او نورو مرستندویانو بیا بیا له افغان حکومته غوښتي چې د شفافو او باوري ټاکنو لپاره چمتوالی وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپانه کې راغلي، افغان رایه ورکوونکي، چې د سره له خطر سره رایه ورکوي، حق لري، چې د رایو پایلې هماغسې و ویني رایې یې ورکړې وي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، هغه اتحادي پوځونه چې افغانانو ته یې د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره قرباني ورکړې هم د داسې باور درلودلو حق لري.

خبرپانه کې ټینګار شوی، چې افغان اړوند ادارې هم باید د باور وړ او شفافو ټاکنو تر سره کېدو لپاره اړین ګامونه واخلي.

 د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې له نوماندانو هم غوښتل شوي، چې اصولو او قواعدو ته ژمن پاتې شي.

وزارت دغه راز د طالبانو په ګډون په جګړه کې له ټولو ښېکلو اړخونو غوښتي، چې افغان رایې ورکوونکي پرېږدي چې د هر ډول ګواښ، برید او وېرې ترهې پرته د رایې ورکولو مرکزونو ته لاړ شي.

 په اعلامیه کې ویل شوي«'موږ په سختۍ سره د طالبانو هغه ګواښونه غندو چې نن یې پر ټاکنیزو کارکوونکو او رایې ورکوونکو د بریدونو په تړاو کړي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د رایې ورکوونکو ډارولو یا ګواښلو هره هڅه پر ولسواکۍ برید بلل شوي دي.

په اعلامیه کې د افغان امنیتي ځواکونو چې په وینا یې هره ورځ او هره شپه د سولې او ثبات لپاره د خپلو سرونو قراني ورکوي، بشپړ ملاتړ اعلان شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي