۰
امریکايي سناتوره د ښونځیو بندولو ته غبرګون کې!

نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره حساب و کتاب وکړي

پنجشنبه ۴ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۰
امریکايي سناتورې جین شاهین د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړې اجازې نه ورکولو ته توغند غبرګون ښودلی دی.
نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره حساب و کتاب وکړي
امریکايي سناتورې جین شاهین د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړې اجازې نه ورکولو ته توغند غبرګون ښودلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه امریکايي سناتورې په یوه ټوېټ کې ویلي، د یوه ښځینه سناتورې په توګه د طالبانو دا اقدام په کلکه غندي.

مېرمن شاهین د یوې بیانې په خپرولو سره ویلي دي نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره د دې بې عدالتي او د افغان میرمنو د ازادیو او حقونو د دوامداره نقض په اړه حساب کتاب وکړي.

د یادونې ده، چې پرون چهارشنبې په ټول افغانستان کې تعلمي کال پیل او د ښوونځیو دروازې د زده کوونکو پر مخ خلاصې شوې، خو له شپږم پورته نجونو ته بیا هم د زده کړو اجازه ورنه کړل شوه.

د پوهنې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا کار د دوی له صلاحیت پورته او د اسلامي امارت د مشرتابه پورې اړه لري.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې له شپږم پورته نجونې دې تر امر ثاني پورې انتظار وباسي او هر کله چې د اسلامي امارت د مشرتابه له خوا حکم وشو، نو دوی ته به هم د زده کړو اجازه ورکړل شي.

د طالبانو دا اقدام په کور د ننه او بهر کې له سختو او توندو غبرګونو سره مخ شوی او ترې غوښتل شوي، چې خپله پرېکړه بېرته واخلي او نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

ملګرو ملتونو، د بشري حقونو د څار ډلې، یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو، امریکا، قطر او ځينو نورو هېوادونو د طالبانو دا اقدام غندلی او ترې غوښتی یې دي، چې د خپلې ژمنې سره سم ټولو نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

د ملګرو ملتونو استازې دېبورا لاینز امیرخان متقي ته په یوه لیک کې ویلي، چې دا اقدام به د نړیوالو باور زیانمن کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن خبرداری ورکړی، چې که طالبانو دا پرېکړه فسخه نه کړي نو له نړیوالو سره به یې اړیکو ته زیان ورسېږي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي، چې پر خپله پرېکړه له سره کتنه وکړي او نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي