۰
ولسمشرغني:

پر ډېورنډ معامله نه ده شوې، که پاکستان کړنلاره بدله نه کړي فقرترین هېواد به شي

یکشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۶
افغان ولسمشر محمد اشرف غني هغه څرګندونې په کلکه رد کړې، چې ګڼې د ملي یووالي حکومت له پاکستان سره په ډېورنډ کرښه معامله کړې ده.
پر ډېورنډ معامله نه ده شوې، که پاکستان کړنلاره بدله نه کړي فقرترین هېواد به شي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني هغه څرګندونې په کلکه رد کړې، چې ګڼې د ملي یووالي حکومت له پاکستان سره په ډېورنډ کرښه معامله کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غنی، چې تېره شپه د وږي ۳۰ مه له شمشاد تلوېزیون سره مرکه کوله و ویل، چې په ډېورنډ کرښه هېڅ ډول معامله نه ده شوې، او په دې برخه کې څوک یوه کرښه لیکلي څه هم نه شي موندلی.

ښاغلي غني ټينګار وکړ، چې ډېورنډ کرښه د په افغان ولس پورې اړه لري او پرته د ولس له مشورې او پرېکړې هېڅوک په دې برخه کې کوم اقدام نه شي کولي.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواک کې که ولسمشر شي د ډېورنډ داعیه به راپورته کړي که نه و ویل، چې افغانان خپل تاریخ نه هیروي او خپل قدرت ته انتظار کوي.

ولسمشر په دغه مرکه کې دا هم و ویل، چې که پاکستان د افغانستان په اړه خپلو تګلارو کې بدلون راونولي او د کابل له دښمنۍ لاس وانخلي نو د جنوبي آسیا تر ټولو فقیر هېواد باندې به بدل شي.

د هغه په وینا پاکستان له سخت اقتصادي بحران سره مخ او اتیا زره میګاواټه بریښنا ته اړ دی او دا له افغانستان سره په دښمنۍ نه شي ترلاسه کولی.

ده و ویل«پاکستان خپل اقتصاد منځنۍ اسیا ته له لار موندلو پرته نشي تکمیلولی، نه هم له خپلو منابعو څخه اتیا زره میګاواټه بریښنا پوره کولی شي، اړ دی چې دا له منځنۍ اسیا واخلي او دا کار له افغانستان سره په دښمنۍ نه شي کولی.»

ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې پاکستان اړ دی د افغانستان او سیمې په تړاو د جګړې د هڅونې پالیسي بدله کړي، ځکه د سیمې تر ټولو لوی اقتصادي فرصتونه به یې له لاسه و وځي.

ولسمشر له ګاونډیو هېوادونو سره پر ښه ګاونډیتوب، متقابلو ګټو او احترام د ټینګار تر څنګ و ویل، چې آسیا د صنعتي کېدو په حال کې ده، او د سیمې هېوادونه باید له دغه فرصت څخه ګته واخلي.

د ښاغلي غنی په خبره دا چې افغانستان د منځنۍ آسیا زړه او یو څلور لاری دی نو دې هېواد کې سوله او ثبات نه یوازې د سیمې د هېوادونو د سولې او ثبات لپاره ګټور دی، بلکې د اقتصادي پرمختګ لپاره یې هم یو ښه بستر دی.

نوموړي له طالبانو سره د سولې په برخه کې و ویل، چې افغان حکومت په ځانګړي توګه ده تل د یوه باعزته او تل پاتې سولې هڅې کړې او د سولې خبرې یې له شعاره عمل ته راوړې دي.

د هغه په وینا له طالبانو سره اوس هم د سولې او خبرو غوښتنونکی دی، خو په وینا یې دا ځل خبرې به په اوربند پورې مشروطې وي، ځکه داسې نه شي کېدی، چې هم طالبان هم خبرې کوي او هم جګړه.

ښاغلي غني و ویل، چې افغانستان یو خپلواک او ولسواک هېواد دی، چې باید په هره برخه کې په تدبیر مخ ته ولاړ شي او قانون په کې پلی شي.

د ولسمشر په وینا هغه کار چې کاغذ کولی شي، زور یا سپکې سپورې یې نه شي کولی او قانون باید په اصولو بدل او تطبیق شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي