د طالبانو تر خبرداري وروسته د پاکستان د بهرنیو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو تر پای ته رسېدو پورې به له دغه هېواد سره ټولې دروازې تړلې وي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه دروازې به سر له شنبې د تلې ۶ مه چې د افغان ولسمشرۍ ټاکنې پیلېږي د خلکو او تجارتي لاریو پر مخ تړلې وي.
دغه راز پاکستان دا اعلان هم کړی، چې د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې یې اضافي امنیتي ځواکونه هم ګمارلي تر چې افغانستان د وسله والو د اوښتو مخنیوی وشي.
د یادونې ده، چې د ولسمشرۍ ټاکنې به همدا نن د سهار له ۷ بجو پیل او د مازیګر تر څلورو پورې به دوام ولري.
د ټاکنو کمېسیون ویلي دي، که نن د رایې ورکولو بهیر خلاص نه شي ښايي هغه کسان چې له ټاکنو پاتې وي، سبا هم ورته د رایې ورکولو زمینه برابره کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل