۰

هلمند: د القاعده د ۶ پاکستاني غړو په ګډون ۲۳ طالبان وژل شوي

چهارشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۶:۴۴
د ملي امنیت ریاست وایي، هلمند ولایت کې د القاعده شبکې د شپږو پاکستاني غړو په ګډون ۲۳ وسله وال طالبان د ملي امنیت ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.
هلمند: د القاعده د ۶ پاکستاني غړو په ګډون ۲۳ طالبان وژل شوي
د ملي امنیت ریاست وایي، هلمند ولایت کې د القاعده شبکې د شپږو پاکستاني غړو په ګډون ۲۳ وسله وال طالبان د ملي امنیت ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت ریاست په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ملي امنیت ځواکونو د هلمند ولایت موسی کلا ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد عملیات کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې عملیاتو کې ۲۳ وسله وال طالبان وژل شوي، چې شپږ تنه په کې د القاعده شبکې پاکستاني غړي دي.

ملي امنیت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي او نه هم وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ویلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې څو ورځې وړاندې هم افغان ځواکونو هلمند ولایت کې د القاعده شبکې د پنځو مهمو غړو په ګډون د ۲۲ وسله والو د وژل کېدو ادعا کړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي