۰

افغان ځواکونو د هلمند لپاره د طالبانو مرستیال والي نیولی دی

چهارشنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۶
سیمه ییز چارواکي وايي، ځانګړو افغان ځواکونو د هلمند ولایت لپاره د وسله والو طالبانو مرستیال والي مولوي عبدالحد نیولی دی.
افغان ځواکونو د هلمند لپاره د طالبانو مرستیال والي نیولی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، ځانګړو افغان ځواکونو د هلمند ولایت لپاره د وسله والو طالبانو مرستیال والي مولوي عبدالحد نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چارواکو په وینا مولوي عبدالحد مشهور په طالب د دوشنبې (غوايي ۸ مه) د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال نیول شوی دی.

د هلمند والي جنرال یاسین خان وايي، د طالبانو د نام نهاد والي مرستیال ملا عبدالاحد چې په طالب مشهور و د ۲۱۵ میوند قول اوردو د ځانګړو ځواکونو لخوا د عملیاتو په ترڅ کې تېره ورځ ونیول شو.

والي زیاته کړه، چې له دې طالب مرستیال والي سره ډير مهم او اساسي اسناد هم نیول شوي او اوس هغه عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي.

د هلمند والي وايي، ، ملا عبدالاحد د سرې قطعې قومندان او د دې ولایت ګڼو ولسوالیو د ولسوال په توګه هم د وسله والو طالبانو په لیکو کې دندي تر سره کړې.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې تېر کال د هلمند لپاره د طالبانو مشهور والي ملا منان په هوايي برید کې ووژل شوو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي