۰
امریکايي سناتوران:

ټرمپ دې له سوریې د ځواکونو ایستلو پرېکړه بېرته واخلي

سی شنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۱
د امریکا د کانګرس دوو لوړپوړو غړو د سوریې له شمال ختیځ څخه د امریکایې سرتېرو د ایستلو په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ پریکړه غندلې ده.
ټرمپ دې له سوریې د ځواکونو ایستلو پرېکړه بېرته واخلي
د امریکا د کانګرس دوو لوړپوړو غړو د سوریې له شمال ختیځ څخه د امریکایې سرتېرو د ایستلو په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ پریکړه غندلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د استازو جرګې او د سنا مجلس دوو مشرانو نانسي پلوسي او مچ مک کانل د دغو سرتېرو ایستل د سیمې امنیت او ثبات ته ګواښ بللی.

دوی وېره لري چې د سوریې له شمالي برخو د امریکایې ځواکونو وتل به په سیمه کې د کرد وسله والو پر ضد د ترکیې برید ته لار هواره کړي.

نانسي پلوسي ویلي دا اقدام ایران، روسیې او هم د امریکا متحدینو ته یو داسې خطرناک پیغام رسولی شي چې ګواکې امریکا د اعتماد وړ ملګرې نه ده.

د امریکا د استازو جرګې مشرې په یوې اعلامیه کې پر ولسمشر ټرمپ غږ کړی چې دا خطرناکه پرېکړه بېرته واخلي.

په ورته وخت کې د سنا مجلس د اکثریت جمهوري غوښتونکو مشر میچ مککانل هم ویلي، له سوریې په بیړه د امریکایې سرتېرو ایستل یوازي د روسیې ، ایران او د اسد د رژیم په ګټه دي.

نوموړي په یوه اعلامیه کې ویلي، دا کار په سیمه کې د اسلامي دولت ډلي یا داعش او نورو تروریستي ډلو د بیا راټولېدو خطر ډیروي.

خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي ښه کار یې وکړ، چې له سوریې څخه یې خپل ځواکونه راایستلي دي.

ټرمپ همدې ته په اشارې ویلي، امریکایان باید نور له نه ختمېدونکو احمقانه جګړو څخه پښه راوباسي.

نوموړي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې همدا اوس له کرد پلوه مېلشو څخه د واشنګټن ملاتړ ډېر قیمتي ورته تمامېږي او نور له سوریې څخه تر وتلو وروسته باید ترکیه او کردان خپلې ستونزې په خپلو کې سره حل کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اوس باید اروپا، ترکیه، سوریه، ایران، عراق، روسیه او کردان خپلې ستونزې پخپله حل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي